د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د برېښنا د نوي تړون لاسلیک، ۱۱ ولایتونو ته باوري برېښنا تأمینېږي

کابل ټکی کام (شنبه، ۱ وږی، ۱۴۰۴ل)

د افغانستان برېښنا شرکت اعلان کړی، چې د ازبکستاني شرکتونو سره د نويو تړونونو د لاسلیک له مخې به څو ولایتونو ته په منظم ډول برېښنا ورسول شي.

دغه تړون د بغلان، کابل، ننګرهار، لغمان، لوګر، خوست، پکتیا، پکتیکا، غزني، زابل او کندهار ولایتونو د برېښنا د دوامدارې عرضې لپاره شوی دی.

برېښنا شرکت په خپله خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د تړونونو د عملي کېدو په پایله کې به د خلکو ورځنی ژوند اسانه شي او اقتصادي فعالیتونه به وده وکړي. د شرکت په وینا، دا کار د ښارونو د صنعت، کورنیو چارو او سوداګریزو فعالیتونو لپاره مهم بدلون راولي.

همداراز د برېښنا شرکت زیاته کړې، چې د شبکې د پراختیا پلان کې د ختیځو ولایتونو پیاوړتیا هم شامله ده، او په نږدې راتلونکي کې به د کونړ ولایت ته هم برېښنا وغځول شي.

مربوطه مطالب

Back to top button