خان یونس کې د مقاومت کمین؛ صهیونیستي پوځ ته درنه مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲ وږی، ۱۴۰۴ل)
د غزې په جنوبي سیمه خان یونس کې د مقاومت ځواکونو کمیني برید ترسره کړی، چې له امله یې صهیونیستي پوځ ته درنه مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د حماس اړوند سرچینې وایي، دغه برید تېره شپه هغه مهال ترسره شو، کله چې د صهیونیستي پوځ یو پوځي کاروان د مقاومت ځواکونو تر برید لاندې راغی.

سرچینو “الجزیرې” ته ویلي، چې په برید کې د دښمن څو زغره وال وسایط ویجاړ شوي او لسګونه عسکر وژل شوي او ټپیان دي.

له بلې خوا د اسرائیلي رسنیو په وینا، پوځ یې د خان یونس په سیمه کې له جدي ننګونو سره مخ دی او د مقاومت ځواکونو د بریدونو مخنیوی کې پاتې راغلی ده.

دا عملیات په داسې حال کې ترسره کېږي چې د اسرائیلي پوځ هڅې لا هم روانې دي، ترڅو په خان یونس کې د مقاومت مرکزونه له منځه یوسي؛ خو د مقاومت ځواکونو له سخت مقاومت سره مخامخ دي.

د ویلو ده، چې اسرائیلي رسنیو هم خان یونس کې په صهیونیستي پوځ د تېرې شپې د ځپونکې برید او پکې د اوښتو تلفاتو پخلی کړی دی. صهیونیستي پوځ بیا د خپل یو سرتېري وژل کېدل او د ګڼو نورو ټپي کېدل منلي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button