په شپږو ولایتونو کې د پیازو لپاره ۱۲۰ سړې خونې جوړېږي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲ وږی، ۱۴۰۴ل)
ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) وايي، د نړۍوال بانک په مالي ملاتړ به د افغانستان په شپږو ولایتونو کې د پیازو د ساتنې لپاره ۱۲۰ صفر انرژۍ سړې خونې جوړې شي. دغه خونې به د ۲۰ مټریک ټنه پیازو د ساتلو ظرفیت ولري.
د FAO په وینا، یاد اقدام به د خوراکي توکو د ضایع کېدو مخنیوی وکړي او بزګرانو سره به مرسته وکړي چې خپلې حاصلات د اوږدې مودې لپاره وساتي او له دې لارې د هغوی عواید هم ډېر شي.
دغه سازمان نه دي ویلي چې دغه خونې به په کومو ولایتونو کې جوړېږي او څومره لګښت پرې راځي. دا په داسې حال کې ده چې FAO د جولای په ۳۱مه نېټه د کچالو د ساتنې لپاره د ۲۴۰ صفر انرژۍ سړو خونو د جوړولو اعلان هم کړی و.



