اسرائیلي پوځ د جګړې له پیل راهیسې د خپلو تلفاتو تازه شمېرې خپرې کړې

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲ وږی، ۱۴۰۴ل)

د اسرائیلي پوځ په تازه خپرو شويو شمېرو کې ویل شوي، چې د جګړې له پیل راهیسې ۶۲۱۰ افسران او سرتېري ټپیان شوي، چې له دې ډلې ۹۲۵ تنه یې په سخت ډول ژوبل دي.

د پوځ په وینا، یوازې د غزې په ځمکنۍ جګړه کې ۲۸۸۰ افسران او سرتېري ټپیان شوي، چې ۵۵۲ تنه یې د سختو ټپونو له امله تر درملنې لاندې دي.

اسرائیلي پوځ زیاته کړې، چې د جګړې له پیل راهیسې ۷۸ افسران او سرتېري وژل شوي او ۱۹۹۸ تنه نور د خپلو ځواکونو د ډزو او عملیاتو پر مهال ټپیان شوي دي.

خو د غزې ځايي رسنیو او د آزادو سرچینو د راپورونو له مخې، د اسرائیلي پوځ تلفات تر دې څو چنده زیات دي، خو پوځ هڅه کوي چې خپل اصلي زیانونه له خلکو پټ وساتي.

مربوطه مطالب

Back to top button