حـماس اسلامي هېوادونو ته: د اقصی په اړه خپل مسؤلیتونه ترسره کړئ

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲ وږی، ۱۴۰۴ل)

حـماس اسلامي غورځنګ په یوه تازه اعلامیه کې یو ځل بیا له اسلامي هېوادونو څخه غوښتنه کړې ده، چې د خپلې لومړۍ قبلې (مسجد الاقصی) په اړه خپل مسؤلیتونه ترسره کړي.

یادې ډلې ټینګار کړی، چې د فلسطین قضیه یوازې د فلسطینیانو نه ده، بلکې د ټول اسلامي امت ګډ مسؤلیت دی او هر مسلمان باید د دې سپېڅلې قضیې د ساتنې او دفاع لپاره خپل رول ولوبوي.

حـماس ویلي، چې صهیونیستي رژیم په مسلسل ډول د مسجد الاقصی د بې حرمتۍ هڅې کوي او د امت چوپتیا د دې توطیې په بریالیتوب کې مرسته کوي.

مربوطه مطالب

Back to top button