اقتصادي کمېسیون د منرالونو د ملي پالیسۍ مسوده تایید کړه

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲ وږی، ۱۴۰۴ل)

نن د ریاست‌الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه کې د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري د منرالونو د ملي پالیسۍ مسوده وړاندې او تر هر اړخیز بحث وروسته تایید شوه.

یاده تګلاره د کانونو معیاري تحقيق، اکتشاف او ګټه اخیستنه، د کورنیو او بهرنیو پانګوالو جذب، د پرمختللې ټکنالوژۍ واردول، د چاپېریال ساتنه، د کان‌کیندونکو روغتیايي خوندیتوب، د کاني موادو پروسس او د تخنیکي بشري سرچینو روزنه د خپلو اساسي موخو په توګه ټاکي.

مربوطه مطالب

Back to top button