محمد الفرح: د صهیونیستانو تازه بریدونه د یمني ځواکونو د وروستیو بریالیو عملیاتو غبرګون و

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲ وږی، ۱۴۰۴ل)

د انصارالله د سیاسي دفتر غړي محمد الفرح د المسیره تلویزیون سره په مرکه کې ویلي چې اسراییلي پوځ د غزې په څېر په یمن کې هم ملکي خلک او ملکي تاسیسات په نښه کړي دي.

ده زیاته کړه، د اسراییلو تازه بریدونه په دې معنا دي چې د انصارالله وروستي بریدونه، په ځانګړې توګه هغه توغندي چې د اسرائیلي دفاعي سیسټم له خنډ پرته خپل هدف ته ورسېد، په بریالیتوب سره ترسره شوي دي.

الفرح ټینګار وکړ چې د اسرائیلو یرغل به د یمني ولس د هغه دریځ مخه و نه نیسي چې د غزې ملاتړ کوي، او د ده په وینا دغه بریدونه د هغه زورواکۍ د لوبې یوه برخه ده چې اسراییل غواړي پر ولسونو يې وتپي.

مربوطه مطالب

Back to top button