کابل ټکی کام (دوشنبه، ۳ وږی، ۱۴۰۴ل)
د صهیونیستي پوځ اړوندو رسنیو خبر ورکړی، چې د غزې په سویل کې یې یو لوړ پوړی قوماندان د بم چاودنه کې وژل شوی دی.
اسرائیلي رسنیو د وژل شوي قوماندان نوم «اوري ګیرلیک» ښودلی او په خبره یې د اسراییلي پوځ اړوند د چټک غبرګون قطعې قوماندان و.
د ویلو ده، چې له دې سره د صهیونیستي پوځ په خبره غزه کې د روانو عملیاتو پرمهال د اسراییلي پوځ د تلفاتو شمېر ۴۶۰ته رسېدلی دی؛ خو د مقاومت سرچینې او خپلواکۍ رسنۍ د وژل شویو صهیونیستي پوځیانو شمېره زرګونه تنه ښیي.


















