کابل ټکی کام (دوشنبه، ۳ وږی، ۱۴۰۴ل)
د غزې د روغتیا وزارت وايي، یوازې د تېرې یوې ورځې په ترڅ کې د لوږې او کمغذايي له امله ۱۱ کسان مړه شوي چې په هغو کې دوه ماشومان هم شامل دي.
وزارت زیاتوي، د اوږدمهالې لوږې او ناوړه تغذیې له امله د وژل شویو کسانو شمېر اوس ۳۰۰ تنو ته رسېدلی چې له ډلې یې ۱۱۷ تنه ماشومان دي.
د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو بنسټونو په وینا، د اسرائیلي محاصرې له کبله د غزې اوسېدونکي له خورا سخت انساني بحران سره مخامخ دي او د خوراکي توکو کچه تر بحراني کچې راټیټه شوې ده.


















