کابل ټکی کام (يکشنبه، ۹ وږی ۱۴۰۴):
د ټولګټو وزارت د معلوماتو له مخې، د روان ۱۴۰۴ هـ ش کال د اسد له ۳۱مې د سنبلې تر ۶مې پورې د هېواد د اوسپنې پټلۍ له لارې ټولټال ۹۱ زره او ۶۷۱ مټریک ټنه نفتي، غیرنفتي او نور سوداګریز توکي وارد او صادر شوي دي.
د وزارت په وینا، له دې جملې څخه ۶۰ زره او ۶۰۲ ټنه د حیرتان، ۵۸۳۳ ټنه د آقینې، ۱۳ زره او ۱۲۰ ټنه د تورغونډۍ او ۱۲ زره او ۱۱۶ ټنه د خواف–هرات له لارې انتقال شوي دي. په دې منځ کې ۱۲۶ ټنه صادرات هم شامل دي، چې ډېره برخه یې وچه میوه ده.
چارواکي زیاتوي، د اوسپنې پټلۍ له لارې د انتقالاتو زیاتوالی د ملي عوایدو د لوړېدو، کاري فرصتونو د رامنځته کېدو او اقتصادي ثبات په برخه کې مهم رول لري.
د دوی په خبره، وزارت هڅه کوي سوداګرو ته نورې هم اسانتیاوې برابرې کړي څو د لېږد بهیر په لا چټک او اغېزناک ډول پر مخ ولاړ شي.


















