اسلام اباد له افغان چارواکو غوښتي، تر څو د سولې خبرې د قطر پلازمینه دوحه کې ترسره کړي

کابل ټکی کام ۲۶کب/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
په دې وروستیو کې افغان دولتي چارواکو وویل، چې دا ځل به د پاکستان پلازمینه اسلام اباد کې د یوې څلور اړخیزې غونډې په دایرولو سره به له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي، خو طالبانو د یوې اعلامیې په ترڅ کې د دوی دغه خبره رد کړه، او د سولې په خبرو کې یې د نه ګډون اعلان وکړ.
پاکستان چې پر طالبانو ونه توانېدو، تر څو د سولې په اړه په څلور اړخیزه غونډه کې یې کېنوي، نو له افغان چارواکو څخه یې وغوښتل تر څو د سولې خبرې د قطر هېواد پلازمینه دوحه کې ترسره کړي.
پاکستاني رسنۍ وايي، چې اسلام اباد له افغان چارواکو څخه غوښتي دي، تر څو د سولې خبرې په د قطر پلازمینه دوحه کې ترسره کړي.
اکسپرس ټرېبیون لیکلي دي، اسلام اباد د افغان سولې د کوربه توب او د طالبانو د حاضرولو لپاره تر سختو فشارونو لاندې دی، نو له همدې کبله یې له کابل څخه غوښتنه کړې ده، تر څو په قطر کې له طالب استازو سره په اړیکه کې شي، او د سولې خبرې د هغه هېواد په پلازمینه دوحه کې ترسره کړي.
یوه پاکستاني چارواکي چې له نوم اخیستلو څخه یې ډډه کړې ده، رسنیو ته ویلي دي:
«پاکستان په دې باور لري، چې راتلونکي پسرلي ته به د طالبانو جګړې زور اخلي، نو د سولې خبرو ته یې حاضرول ستونزمن کیږي.»
د یادولو ده، چې طالبانو وړاندې د قطر په سیاسي دفتر کې د پګواش د خپلواکې مؤسسې له خوا په دایره شوې غونډه کې خپل شرطونه افغان حکومت ته وړاندې کړل، او ویې ویل، تر څو یې چې شرطونه نه وي منل شوي، د سولې خبرې نا ممکنې دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button