جوزجان کې د دوستمي او جمعیتي ملېشو تر منځ جګړه، ۱۴ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټکی کام ۲۶کب/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
جوزجان کې د دوستمي او جمعیتي ملېشو تر منځ جګړه، ۱۴ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
نن ماسپښین له جوزجان ولایت څخه داسې خبرونه خپاره کړی شول، چې د دوستمي او جمعیتي ملېشو تر منځ سخته جګړه روانه ده، چې اوس ماښام پای ته ورسېده.
دغه جګړه چې د یاد ولایت د فیض اباد ولسوالۍ په ګرجک سیمه کې پېښه شوې وه، دواړو ډلو ته د تلفاتو په اوړېدو پای ته ورسېده.
خبرونه وايي، چې د یادې جګړې په پایله کې د جمعیتي ملېشې د قومندان سلیم په ګډون ۲ تنه نور جنګیالي وژل شوي، او ۲ تنه نور یې مرګوني ټپیان شوي دي.
د خبرونو پر اساس چې په دغه جګړه کې د دوستمي ملېشو ۲ تنه جنګیالي هم مرګوني ټپیان دي.
ځايي سرچینې وایي، چې د دواړو ډلو تر منځ د جګړې پر مهال طالبان هم سیمې ته را ورسېدل، او په دواړو ډلو یې بریدونه پیل کړل.
د سرچینې د مالوماتو پر اساس چې د طالبانو په دغه برید کې د دواړو ډلو ۳ تنه جنګیالی وژل شوي، او ۴ تنه نور یې تپیان دي.
د یادولو ده، چې د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم جوزجان ته په دې موخه ولاړو، تر څو له طالبانو څخه د وژل شویو اردو ځواکونو انتقام واخلي، خو د طالبانو سره یې په جګړه کې ماتې وخوړه، او په ګوندي جګړه یې لاس پورې کړ.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button