ملا اختر محمد منصور اخوند: «مجاهدینو! هر عمل مو باید د شریعت او حنفي فقهې په چوکاټ کې وي»

کابل ټکی کام ۲۶کب/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
د طالبانو مشرتابه ښاغلي ملا اختر محمد منصور اخوند خپلو جنګیالیو ته په یوه پیغام کې چې د کلنیو شرعي دورو په هلکه یې ورته کړی دی، په دغه خبره یې ډېر تأکید کړی دی چې:
«هر عمل مو باید د شرعیت او د حنفي فقهې په چوکاټ کې وي.»
ملا اختر محمد منصور صاحب خپلو جنګیالیو ته د پیغام په سر کې د جهاد د علم پر حاصلولو ډېر تأکید کړی دی، او ویلي یې دي، هر انسان چې د بلوغ درجې ته ورسیږي، د لمانځه په کولو مکلف وګرځي، نو د لمانځه شرعي علم حاصلول پرې فرض وګرځي، تر څو لمونځ یې د الله په وړاندې سم وګرځي.
منصور صاحب د «جهاد» د علم د حاصلولو په بیا تأکید سره ویلي دي، چې د «جهاد» د علم حاصلولو او د هغې په شرعي مسائلو د پوهېدلو لپاره باید تاسو په تربیوي دورو کې په پوره شوق او اخلاص سره ګډون وکړئ، او د خپلو علماوو درسونو ته په پوره توجه او پاملرنې سره غوږ کیږدي.
منصور صاحب همدا شان په پیغام کې خپلو جنګیالیو ته د نیت په سمولو کې ډېر ترغیب ور کړی دی، او ویلي یې دي.
«تاسو ته بهتره معلومه ده چې جهاد یو عبادت دی او په هر عبادت چې اجر او ثواب مرتب کیږي نودا تر نیت پورې تعلق لري چې هرعمل یا عبادت په کوم نیت ترسره کیږي.نو که غواړو چې جهاد مو واقعا جهاد في سبیل الله وګرځي، په دنیا کې د الله تعالی د نصرت وړ او په اخرت کې ورباندې لوی لوی ثوابونه او درجات مرتب شي نو تر هرڅه مخکې باید خپل نیتونه اصلاح کړو، له نیت څخه باید ټول مادي او دنیوي اغراض، لکه منصب، شهرت، دبدبه، غنیمت، واکمني او دغسې نور مقاصد وباسو بلکې یوازینی هدف مو باید صرف او صرف د الله تعالی رضا او د الهي نظام حاکمیت وي.»
ښاغلي ملا اختر محمد منصور اخوند د نیت له سمولو څخه وروسته خپلو جنګیالیو ته په دې ډېر تأکید کړی دی، چې باید هر عمل یې د شریعت او د حنفي فقهې په چوکاټ کې وي.
منصور صاحب همدا راز خپل جنګیالي د خپلو مشرانو په اطاعت، په کشرانو ملګرو شفقت، مشرانو ملګرو په احترام، له عامو خلکو سره په ښه چلند، ورولۍ، ایثار، خدمت، تواضع، حلم، عفو، امانت داري، حسن تعامل، ښه اخلاق او تقوا ته ترغیب کړي دي، او ویلي یې دي، چې باید هر جنګیالی پر یادو خویونو باندې ځان ښایسته کړي.
منصور صاحب په پیغام کې په دویم ځل هم خپلو جنګیالیو ته ویلي دي، چې پر عامو مسلمانانو دې شفقت او مهرباني وکړي، او ځکه يې دا بیان کړې چې پر هغوی حاکمان دي، او له هرچا سره د ښې رویې توصیه یې ورته کړې، او دا یې د الله تعالی له لورې پر ځان یو امتحان بللی دی.
ښاغلي ملا منصور اخوند خپلو جنګیالیو ته په دغه حدیث چې (بشروا ولا تنفروا، یسروا ولا تعسروا) استدلال نیولی او توصیه کړې ده، چې له خلکو سره په ښه رویه خبرې کوئ، نفرت مه کوئ، له سختی کار مه اخلئ، تل نرمي کوئ.
ښاغلي منصور صاحب د روانو حالاتو په اړه ویلي دي، چې د کابل ادارې د هر ډول دسیسو سربېره جنګیالي یې په خورا عزم او لوړ مورال سره جنګیږي.
منصور صاحب ویلي دي:
«د روانو حالاتو په اړه باید ووایم چې لله الحمد د الله تعالی د فضل او نصرت په برکت د اسلامي امارت مجاهدین د بل هر وخت په نسبت په ښه حالت کې قرار لري،د هیواد په بیلابیلو ولایاتو کې الله تعالی مجاهدینو ته سترې فتحې ورنصیب کړي دي او لا هم د فتحو لړۍ جریان لري،ددښمن مختلف النوعه دسیسې چې غوښتل یي مجاهدین ورباندې پارچه پارچه کړي، د اسلامي امارت بنیادونه کمزوري کړي او د مجاهدینو مورال مات کړي لله الحمد دغه ډول ټولې سیاسي،تبلیغاتي او جنګي دسیسې یي له شکست سره مخامخ سوي دي. د اسلامي امارت صف واحد دی او هره ورځ یي بنیادونه د ټینګښت او استحکام په حالت کې دي،نو ځکه باید د الله تعالی شکرونه اداء کړو او له تیرو حالاتو په زده کړه باید په راتلونکې کې ددښمن دسائسو ته متوجه واوسو.»
ښاغلي منصور صاحب د خپل پخواني مشر مرحوم ملا محمد عمر اخوند د هغې خبرې چې ویلي یې وو، «مونږ له هیچا سره شخصي دښمني او تضاد نلرو، زمونږ دوستي او دښمني یوازې د اسلام د مقدس دین د اساساتو پر بنا ده» خپلو مرورو ملګرو باندې غږ کړی دی، او پخپل صف کې یې د غړیتوب بلنه ور کړې ده.
د پیغام په آخر کې یې اسلامي امت ته دعا کړې ده او ویلي یې دي:
«په پای کې یو ځل بیا خپل سلامونه او نیکې هیلې درته وړاندې کوم،او دعاء کوم چې الله تعالی دې ټول اسلامي‌امت له ورپېښو مشکلاتو خلاص او مجاهدینو ته بری ور نصیب کړي، الله تعالی دې یوځل بیا په ټول هیواد د اسلامي نظام وړانګې خپرې کړې او الله تعالی دې زموږ ځوریدلي اولس ته د اسلامي نظام تر سیوري لاندې آرام ، عزتمن او سولییز ژوند ورنصیب کړي. آمین یارب العلمین»

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button