کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۱ وږی ۱۴۰۴):
د امربالمعروف وزارت ويلي چې د اسلامي امارت زعیم شيخ الحديث هبة اللّٰه اخندزاده دغه وزارت ته دنده سپارلې، څو په کابل ښار او د هېواد په ټولو ولایتونو او ولسوالیو کې هغه کسان چې د رواني ناروغۍ یا لیونتوب له ستونزو سره مخ دي، ونیسي او د درملنې او پالنې لپاره یې د سرې میاشتې اړوندو ریاستونو ته وسپاري.
یاد وزارت له ټولو هېوادوالو غوښتي، چې که په خپلو سیمو کې کوم لیونی وګوري، د ۱۹۱ وړیا شمېرې سره دې اړیکه ونیسي، یا دې د امربالمعروف اړوندو ریاستونو او د ولسوالیو د محتسبینو له لارې معلومات شریک کړي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، ټولو محتسبینو ته لارښوونه شوې چې د دغو ناروغانو په راټولولو کې د انسانیت او اسلامي اصولو پام وکړي، او د سرې میاشتې ادارې هم مکلفې دي چې د دغو کسانو د درملنې، بستر او پاملرنې په برخه کې جدي اقدامات ترسره کړي.
















