د یمن د شهید لومړي وزیر او نورو چارواکو په جنازه کې زرګونو کسانو ګډون وکړ

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۱ وږی، ۱۴۰۴ل)
د یمن پلازمینه صنعاء کې د دغه هېواد د شهید لومړي وزیر او نورو چارواکو د جنازې مراسم میدان “میدان سبعین” کې ترسره او زرګونه یمنیانو پکې برخه اخیستې وه.
یاد چارواکي څو ورځې وړاندې د د صهیونیستي اشغالګرو هوایي برید کې شهیدان شوي وو. د مراسمو پر مهال ګډونوالو د شهیدانو قربانۍ وستایلې او د فلسطین د مظلوم ولس په ملاتړ یې غږ پورته کړ.
د یمني چارواکو په وینا، د غزې د قضیې په ملاتړ به مبارزه تر پای دوام ولري او د صهیونیستي رژیم پر وړاندې به د غچ اخیستو ژمنې عملي کړي.
د یمن ولسمشر “مهدي المشاط” په خپلو څرګندونو کې ټینګار وکړ ،چې د اسرائیلي رژیم پر وړاندې د انتقام لوی عملیات لا پاتې دي او د صهیونیستانو لپاره به ډېرې تورې ورځې راځي.
د حماس اسلامي غورځنګ د یمني چارواکو په شهادت ژوره خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي چې دغه قربانۍ د فلسطیني قضیې سره د یمني ولس د وفادارۍ څرګندونه کوي. حماس زیاته کړې، چې د یمن د ملت ملاتړ د فلسطین د مقاومت لپاره یوه پیاوړې ستنه ده.



