کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۱ وږی، ۱۴۰۴ل)
د افغانستان د کونړ ولایت وروستۍ زلزله، چې سلګونه کسان یې شهیدان او زرګونه نور یې ټپیان کړل، د اسلامي نړۍ د ګڼو هېوادونو د ژورې اندېښنې او خواخوږۍ سبب شوې ده. د مراکش، یمن او فلسطین له لوري د افغان ولس سره د همدردۍ ځانګړي پیغامونه رااستول شوي دي.
د مراکش د “العدل او احسان” ډلې د بهرنیو اړیکو دفتر په خپل پیغام کې څرګنده کړې، چې افغان ولس د یوې سترې ازموینې سره مخ دی او د قربانیانو کورنۍ د امت اسلامي په دعاوو کې هېرې نه دي. په دغه پیغام کې د شهیدانو لپاره د جنت دعا شوې، ټپیانو ته د عاجلې روغتیا غوښتنه شوې او د متضررو کورنیو لپاره د صبر او تسلیت هیله شوې ده.
د یمن له لوري هم افغان حکومت او ولس ته ژوره خواخوږي څرګنده شوې ده. د دغه پیغام له مخې، د کونړ زلزله چې د سلګونو کسانو د مړینې او د زرګونو نورو د ټپي کېدو لامل شوه، نه یوازې د افغانانو بلکې د ټول اسلامي امت ګډ غم ګڼل کېږي.
په همدې لړ کې د فلسطین د “رسنیو بنسټ – فیمید” مشر، ابراهیم المدهون، د فلسطین د ولس په استازیتوب افغانانو ته د تسلیت پیغام استولی دی. هغه لیکلي: «موږ په فلسطین کې، سره له دې چې د محاصرې، بریدونو او وژنو لاندې یو، خو بیا هم د افغان ولس د درد داسې احساس کوو، لکه د خپل درد. د ازادۍ غوښتونکو ولسونو ګډې مبارزې یوازې د ورورولۍ اړیکې نورې هم پیاوړې کوي.» نوموړي د شهیدانو لپاره د رحمت دعا کړې او ټپیانو ته یې د عاجلې روغتیا غوښتنه کړې ده.
په ټولو پیغامونو کې ټینګار شوی چې افغان ولس یوازې نه دی، بلکې د ټولې اسلامي نړۍ ملاتړ او دعاګانې ورسره دي.
















