ولسمشره! د سولې دغه لاره ترکستان ته تللې

ليكنه: خوشال درانی

د اوسني ګډ حکومت پلویان خپلې تېروتنې په مخکني ولسمشر حامد کرزي وراچوي او د روانو ټولو ناخوالو لامل حامد کرزی بولي.کرزي هم په خپله دیارلس کلنه دوره کې ډېرې تېروتنې وکړې، چې د هغه تېروتنو تر اوسه قرباني یو او هره ورځ قرباني کېږو.

د کرزي ستره تېروتنه دا وه، چې د سولې په برخه کې یې پر پاکستان ډېر باور کاوه. کرزی ددې پر ځای چې مخامخ د وسله والو طالبانو سره خبرې وکړي؛ له پاکستانه یې د سولې غوښتنه کوله او فکر یې کاوه چې د سولې کیلي له پاکستان سره ده او که پاکستان وغواړي، نو په هماغه ورځ به په افغانستان کې سوله راشي.د کرزي بې ځایه باور و، چې جګړه تر نن ورځې راورسېده او له امله یې زرګونه خلک ووژل شول او د وژنو لړۍ تر اوسه روانه ده.

د ولسمشرۍ په درېیم پړاو ټاکنو کې د اوسني ولسمشر اشرف غني بازار ډېر تود وو او زیاتو افغانانو هیله لرله، چې اشرف غني به نور روانې جګړې ته د پای ټکی کېږدي او په هېواد به کې سوله او امن شي؛ خو له بده مرغه نوموړي په دویمه ورځ له امریکې سره لس کلن امنیتي تړون لاسلیک کړ او سولې ته یې شته هیلې له خاورو سره خاورې کړې؛ ځکه طالبانو په خپلو پخوانیو اعلامیو کې په بارـ بار ویلي دي، چې د سولې یو شرط یې د اوسني اشغال پای ته رسول دي.

ویل کېږي د ولسمشریزو ټاکنو پر مهال اشرف غني په دوبۍ کې د ځینو طالب چارواکو سره ژمنه کړې وه، چې له امریکا سره امنیتي تړون نه لاسلیک کوم او که واک ته ورسېږم، نو روانې جګړې ته به یوه حل لاره راباسم؛ خو څرنګه چې نوموړي ټولې کړې ژمنې هېرې کړې، نو دغه ژمنه یې هم له ذهنه ووته.

د طالبانو د وخت د بهرنیو چارو وزیر مولوي وکیل احمد متوکل وايي، له ولسمشر کېدو مخکې مې له اشرف غني سره مجلس درلود. ویل یې چې غواړم سوله وکړم. د متوکل صاحب  په خبره، ورته مې وویل، چې سوله له فقره سره او که جګړه له پیسو سره؟ نو اشرف غني راته وویل، جنګ مې خوښ دی، د ډېرو پیسو سره.امریکا او ناټو  اوس اشرف غني ته پیسې ورکوي او د جګړې دواړه خواوو ته موږ قرباني کېږو او قرباني ورکوو.

د کرزي په شان اشرف غني هم په لومړیو وختونو کې پاکستان ته ډېر نږدې شو او ده هم فکر کاوه، که پاکستان وغواړي نو په افغانستان کې په هماغه ورځ سوله راوستلی شي. دغه اړیکې تر استخباراتي تړون پورې ورسېدې، خو د تېر حکومت په څېر اوسنی ګډ حکومت هم له پاکستانه نا هیلی شوی او کېدای شي په دې پوه شو وي، چې سوله د پاکستان په لاس کې نه ده او نه پکې پاکستان کومه ونډه لري.

د سولې عالي شورا شپږ کاله مخکې جوړه شوې؛ خو په تېرو شپږ کلونو کې تر اوسه داسې لاسته راوړنه نه لري، چې ملت یې له جګړې د سولې خوا ته نږدې کړی وي، بلکې دلته د سولې عالي شورا د دار الانشاء مشر د دفاع سرپرست وزیر ټاکل کېږي.

په روان میلادي کال کې د افغان دولت، پاکستان، چین او امریکا استازو څلور ناستې په کابل او اسلام اباد کې وکړې؛ خو نه په افغانستان کې جګړه کمه شوه، بلکې لا پسې زیاته شوه او د جګړې شدت اوس د ولسوالیو تر سقوط رسېدلی دی.

افغان دولت ته پکار ده، چې د سولې خبرې نور باید د امریکا، پاکستان او چین پرځای مخامخ له طالبانو سره پیل کړي او د نور د پاکستان په دوه مخۍ ځان پوه کړي. که چېرې  نړیواله ټولنه، امریکا او افغان دولت په رښتیا سوله غواړي، نور ددې وخت رارسېدلی چې جګړې د پای ټکی کېښودل شي او د سولې خبرې مخامخ پیل شي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button