صهيونيستي پوځ د غزې مرکزي ښار اوسېدونکو ته د عاجل وتلو امر کړی او د درنو بمباريو لړۍ روانه ده

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۵ وږی ۱۴۰۴):

صهيونيستي پوځ د غزې ښار اوسېدونکو ته امر کړی چې ژر تر ژره دې ښار پرېږدي او د خان‌یونس سیمې ته دې ولاړ شي.

د اسراییلي رسنیو د راپور له مخې، پوځ ویلي چې په غزې ښار کې په یوه لوی برج کې د حماس پوځي مرکزونه شتون لري او پر همدې اساس يې پرې بمباري هم کړې ده.

د راپورونو له مخې، د اشغالګرو الوتکو د غزې ښار لوېدیځ ته د السوسي په نوم پر یوه استوګنیز برج درانه توغندي ویشتلي او پر برجي الرؤیا، السوسي او الخیام د اوسېدونکو د عاجلې تخلیې امر شوی دی.

د غزې روغتيايي سرچينې وايي، له نن سهاره راهیسې د غزې په بېلابېلو سیمو کې ۲۱ فلسطینیان شهیدان شوي چې ۱۳ یې د غزې ښار اوسېدونکي دي.

 بې‌سرحده ډاکټرانو سازمان ویلي، اسراییل قصداً د غزې خلک د جبري کډوالۍ او زیربناوو د ویجاړۍ هدف ګرځولي دي.

د دې ادارې په وینا، د قحطۍ، محاصرې او بمبارۍ له امله ناروغان له درملنې بې‌برخې پاتې شوي او حتی خوراکي توکي د جګړې د وسیلې په توګه کارول کېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button