کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱۶ وږی ۱۴۰۴):
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، هېواد یې په اوسني پړاو کې د هر ډول ګواښونو او سیاسي ـ پوځي دسیسو پر وړاندې تر بل هر وخت زیات چمتو دی. نوموړي ټینګار کړی چې انقره د «تیارو سناریوګانو» د مقابلې بشپړ توان لري او دښمن به ونه توانېږي چې ترکيه د خپلو جالونو ښکار کړي.
اردوغان زیاته کړه چې د بهرنیو ځواکونو دسیسې د ترکیې د ملي امنیت پر ضد روانې دي، خو په وینا یې هېواد به يې د خپلې خاورې او ګټو د ساتنې په برخه کې هېڅ ډول کمزوري ونه ښيي. هغه څرګنده کړه: «موږ داسې وړتیاوې لرو چې د اسراییلو ستر پلان شنډ کړو.»
د ترکیې ولسمشر همداراز یو ځل بیا د فلسطین د قضيې په ملاتړ ټینګار وکړ. نوموړي وویل: «زه، رجب طیب اردوغان، که یوازې هم پاتې شم، تر څو ژوندی یم د فلسطین د قضيې دفاع کوم. موږ به د فلسطین د مظلوم ولس غږ پاتې کېږو.»
















