کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۶ وږی، ۱۴۰۴ل)
د اسرائیلي پوځ رادیو خبر ورکړی، چې د غزې تړانګې په بندري ښار “رفح” کې یې د «سانپونو کنډک» نهه ښځینه افسرانې هغه مهال ووژل شوې چې پرون سهار وختي یې په پنډغالي کې چاودنه وشوه.
راپور زیاتوي، چاودنه دومره زوروره وه، چې د پوځ په لیکو کې یې سخته ویره خپره کړې او ګڼ نور عسکر یې هم ټپیان کړي دي.
د ویلو ده، چې د پېښې مسؤلیت د حماس اسلامي غورځنګ پوځي څانګې “کتائب القسام” منلی دی او ادعا یې کړې، چې چاودنه کې د وژل شویو صهیونیستي اشغالګرو شمېره تر هغه لوړه ده، چې صهیونیستي پوځ منلې ده.
















