کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۷ وږی ۱۴۰۴):
د اسرائیلو سترې محکمې ويلي، چې د نتنیاهو حکومت د فلسطیني بندیانو لپاره د کافي خوړو په برابرولو کې پاتې راغلی او د زندانیانو لپاره یې د ژوند د بنسټیزو اړتیاوو د پوره کولو شرایط نه دي مراعات کړي. محکمې د چارواکو څخه غوښتي، چې د خوړو وضعیت ژر تر ژره ښه کړي.
دغه پرېکړه د اسرائیل د مدني حقونو ټولنې او د “ګیشا” په نوم د یوې بلې حقوقي ډلې د دعوې په غبرګون کې شوې، چې ویلي یې وو د تېر کال له جګړې وروسته د خوړو په سیاست کې بدلون د بندیانو د لوږې او سختو ستونزو لامل ګرځيدلی.


















