ای او ایم: د کونړ په زلزله کې له ۷ زرو ډېر کورونه ویجاړ شوي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۷ وږی ۱۴۰۴):

د کډوالو نړیوال سازمان (ای او ایم) ویلي، چې د افغانستان په ختیځ کې د وروستۍ زلزلې له امله له ۷۰۰۰ ډېر کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي او زرګونه کورنۍ بې‌سرپناه شوې دي.
دغه سازمان زیاته کړې، چې په کونړ کې یې د زلزله ځپلو سیمو خلکو ته د خوراکي او غیرخوراکي توکو د رسولو ترڅنګ روغتیايي ډلې هم لېږلي دي.
خو د کونړ اوسېدونکي وایي، چې لا هم په پراخه پیمانه بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

مربوطه مطالب

Back to top button