اسرائیل په غزه کې د چاودېدونکو زغره‌والو موټرو څخه د کورونو د نړولو لپاره ګټه اخلي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۷ وږی ۱۴۰۴):

فلسطینیان وايي، چې صهيونېسټ پوځ په غزه کې د زغره‌والو پوځي موټرو نوې لاره کاروي، چې په سلګونو کيلو چاودېدونکي توکي پکې ځای پر ځای شوي وي او بیا د ریموټ له لارې د استوګنې سیمو ته دننه کړل کېږي. دغه موټر وروسته چاودول کېږي او ټولې ودانۍ په بشپړ ډول د خاورو ډبرو اېرو ته اړوي.

د سیمې اوسېدونکي وایي، دغه چاودنې دومره ځواکمنې دي چې د شپې له خوا لسګونه کيلومتره لرې هم اورېدل کېږي او د ودانیو هېڅ نښه نه پرېږدي.

ځايي اوسېدونکي زیاتوي، دا یوازې فزیکي ویجاړۍ نه ده، بلکې د وېرې او رواني جګړې یوه وسیله هم ده چې خلک د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړي.

د ملګرو ملتونو د لومړنیو ارزونو له مخې، تر اوسه په غزه کې شاوخوا ۷۸ سلنه ودانۍ ویجاړې شوې او له ۲۸۰ زره ډېر کورونه زیانمن شوي دي.

 د جګړې له پیله نږدې ټول وګړي څو ځله بې‌کوره شوي او اوس د اسرائیلو د پرلپسې بریدونو له امله د اجباري بې‌ځایه کېدو له ګواښ سره مخ دي.

مربوطه مطالب

Back to top button