یمني ځواکونو د صهيونستانو پر ګڼو اهدافو پراخ بریدونه کړي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۷ وږی، ۱۴۰۴ل)

د یمن وسلوالو ځواکونو اعلان کړی چې د فلسطین د ولس د ملاتړ او د غزې پر وړاندې د صهيونيستي اشغالګرو د نسل‌وژنې او محاصرې غبرګون کې یې د بې‌پیلوټه الوتکو پراخ عملیات ترسره کړي دي.

د پوځ د اعلامیې له مخې، بې‌پیلوټه الوتکو د اشغالګرو په نیقب، عسقلان، اسدود، یافا او لُد سیمو کې پوځي او مهم اهداف په نښه کړي دي. په دې عملیاتو کې د رامون هوايي ډګر هم په مستقیم ډول ویشتل شوی چې له امله یې د الوتنو تګ راتګ درول شوی.

اعلامیه زیاتوي چې د عملیاتو ټول اهداف په بریالیتوب ترلاسه شوي او د اسرایلي او امریکایي دفاعي سیستمونو ډېری بریدونه کشف نشو کړلی.

اعلاميه کې ټينګار شوی، چې د غزې د ملاتړ لپاره به خپلو پوځي عملیاتو ته دوام ورکړي او خپلې وسلې به نورې هم پرمختللې کړي څو د اغېز او ځواک له مخې ډېرې ګواښونکې شي.

مربوطه مطالب

Back to top button