د سوریې درعا کې چاودنه؛ د دولتي ځواکونو موټر په نښه او ۳ سرتېري وژل شوي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۷ وږی، ۱۴۰۴ل)

راپورونه وايي، چې د سوریې د درعا ولایت په جنوبي لوېدیځ کې د یوې چاودنې په ترڅ کې د دولتي ځواکونو یو موټر په نښه شوی دی.

سرچینې زیاتوي، په برید کې د حکومت درې سرتېري وژل شوي دي.

تر اوسه د چاودنې مسؤلیت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

مربوطه مطالب

Back to top button