کابل ټکی کام (شنبه، ۲۲ وږی، ۱۴۰۴ل)
د نيمروز ځايي مسوولین وايي، چې د تخنیکي او حقوقي ارزونو وروسته معلومه شوه چې زرنج ښار د اقتصادي، سیاسي او چاپېریالي شرایطو له مخې د ولایت د مرکز په توګه مناسب نه دی.
د مسوولينو په وینا، د همدې پرېکړې له مخې به د نیمروز مرکز غورغوري سیمې ته ولېږدول شي څو اداري چارې او د خدماتو وړاندې کول په ښه توګه ترسره شي.
مسوولین زیاتوي چې دا پرېکړه د اداري کارونو د لا اغېزمنتیا، د بنسټیزو خدمتونو د پیاوړتیا او د اقتصادي او چاپېریالي ستونزو د حل په موخه شوې ده.


















