يمني ځواکونو د اشغال شوي فلسطین يافا سيمه کې صهيونيستي اهداف په نښه کړي

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۱ وږی، ۱۴۰۴ل)
د یمن وسله‌وال پوځ اعلان کړی چې د صهيونيستي رژيم پر ضد یې د بالستیک توغندي یو نوی برید ترسره کړی دی.

د پوځ په خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه برید د فلسطین د ولس او مبارزینو د ملاتړ، او د صهيونيستي اشغالګرو ځواکونو د «نسل‌وژنې او محاصرې» د ځواب په موخه ترسره شوی دی.

خبرپاڼه زیاتوي چې د یمن د توغندیزې قطعې لخوا د «فلسطین ۲» په نوم فوق‌الصوتي وېشل کېدونکی بالستیک توغندی توغول شوی، چې د یافا په نیول شوې سیمه کې یې څو مهم اهداف په نښه کړي دي. د یمن پوځ د الله په فضل د عملیاتو د بریا ادعا کړې او ویلي یې دي چې د دغه برید له امله زرګونه اسراییلي وګړي د پناه ځایونو پر لور وتښتېدل.

د یمن وسله‌وال پوځ ټینګار کړی چې د اسراییلو بریدونه به د یمن ولس له خپلې مبارزې او د فلسطین د ولس له ملاتړ څخه پر شا نه کړي، بلکې لا به یې د «ثبات، صبر او مقاومت» اراده پیاوړې کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د یمن پوځ به د هېواد د دفاع او د فلسطین د ولس د ملاتړ په موخه خپلو پوځي عملیاتو ته دوام ورکړي، څو د غزې پر وړاندې بریدونه ودرېږي او محاصره پای ته ورسېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button