کابل ټکی کام (شنبه، ۲۲ وږی، ۱۴۰۴ل)
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند نن په ارګ کې د امریکا د ولسمشر د ځانګړي استازي اډم بویلر په مشرۍ پلاوي سره وکتل، چې پکې د افغان سولې پخوانی استازی زلمی خلیلزاد هم شامل و. په دې ناسته کې د افغانستان او امریکا ترمنځ د سیاسي او اقتصادي اړیکو، د سیمې او نړۍ د روان وضعیت، او د بندیانو د تبادلې پر موضوعاتو خبرې وشوې.
د ارګ د خبرپاڼې له مخې، ملا برادر وویل، د اسلامي امارت په راتګ سره د افغانستان اقتصادي وضعیت ښه شوی، د فساد او نشهيي توکو مخه نیول شوې، د اسعارو ثبات او د صادراتو او کورنیو تولیداتو کچه لوړه شوې ده زیاته يې کړه:« د پانګونې د اسانتیا لپاره قوانین ساده شوي، ملي ستراتیژي جوړه شوې او د اقتصادي پرمختګ لپاره مشورتي بورډ رامنځته کېږي او له امریکا يې وغوښتل چې د تقابل پر ځای تعامل ته مخه کړي او په افغانستان کې د بیارغونې او پانګونې برخه کې رول ولوبوي».
د امریکايي پلاوي مشر اډم بویلر د افغانستان اقتصادي پرمختګونه وستایل او د اړیکو د پراختیا پر دوام یې ټینګار وکړ.
نوموړي د بندیانو د تبادلې خبره وکړه او ویې ویل چې امریکا چمتو ده د خصوصي سکتور په همکارۍ په افغانستان کې پانګونه وکړي.
هغه د امنیت او د نشهيي توکو پر ضد د اسلامي امارت اقدامات ستایلي او پر لا زیات تعامل یې ټینګار وکړ.
















