کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۳ وږی، ۱۴۰۴ل)
په آسيا کپ T20 سياليو کې سري لنکا د ګروپ B په پنځمه لوبه کې بنګله دېش ته د شپږو ويکټو په توپير ماتې ورکړه.
بنګله دېش لومړی توپوهنه وکړه او په شل اورونو کې يې ۱۳۹ منډې جوړې کړې، چې شميم حسين ۴۲ او جاکر علي ۴۱ ناسوځېدلې منډې وکړې. د سري لنکا حسارنګا دوه ويکټې واخيستې.
سري لنکا ټاکل شوی هدف په ۱۴.۴ اورونو کې پوره کړ، پتهم نسانکا ۵۰ او کميل مشارا ۴۶ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.
له دې بريا سره سري لنکا خپله دريځ پياوړی کړ، خو بنګله دېش د نيمه پايلوبو ته د رسېدو لپاره راتلونکې برياوو ته اړ دی.