کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۳ وږی، ۱۴۰۴ل)
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د سنبلې په ۲۳مه د طوطي میدان د ګازي ساحو د څېړنې او استخراج د پروژې د عملي چارو د پرانیستې په مراسمو کې وويل چې دغه پروژه د پانګونې په برخه کې مهمه ده او دا د افغانستان د امنیت او پانګونې د ښه فرصت څرګندونه کوي.
ملا برادر زیاته کړه، د پروژې له بشپړېدو سره به د هېواد د کورنیو اړتیاوو د پوره کولو ترڅنګ په زرګونو خلکو ته د کار زمینه برابره شي، پر وارداتي ګازو او برېښنا به تکیه کمه او په راتلونکي کې به د ګازو د صادراتو لاره هواره شي.
هغه پر ټولو کورنیو او بهرنیو پانګوالو غږ وکړ چې په افغانستان کې پانګونه وکړي او له موجودو فرصتونو ګټه واخلي.
نوموړي له قراردادي شرکت څخه هم وغوښتل چې د طوطي میدان د ګازي پروژې چارې د نړیوالو معیارونو او اصولو پر بنسټ پرمخ یوسي.


















