کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۴ وږی، ۱۴۰۴ل)
د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د وروستي راپور له مخې، د یکشنبې په ورځ د اسلامکلا، ورېښمو لارې، سپین بولدک، تورخم او بهرامچې له لارې ټولې (۱۰۸۸) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۶۹۶۴) تنه کېږي، افغانستان ته راستانه او ثبت شوې دي. یوازې د تورخم له لارې (۵۶۴) کورنۍ او د سپین بولدک له لارې (۲۳۷) کورنۍ بېرته راستنې شوي دي.
د راپور له مخې، په دې موده کې (۱۳۱۵) کورنۍ چې ټول (۶۷۹۱) تنه کېږي، د بېلابېلو ولایتونو په لور لېږدول شوې او ورته له دولتي لوري د ټرانسپورټ کرایې په نوم (۵۱۸۳۸۸۵) افغانۍ ورکړل شوې دي. همدارنګه له (۱۱۵۴) کورنیو سره د نغدو مرستو په ډول (۸۴۳۴۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو په برخه کې هم کډوالو ته بېلابېلې اسانتیاوې برابرې شوې دي. یوازې په نیمروز او سپین بولدک کې نږدې (۳۰۰۰) ډوډۍ، اوبه او روغتیايي خدمات ورکړل شوي، په ورېښمو لار او تورخم کې نږدې (۱۰۲۶) سیمکارتونه وېشل شوي دي. د راپور پر بنسټ، راستانه شویو کورنیو ته د اسلامي نظام، صبر، ښوونې او روزنې په اړه عامه پوهاوی هم ورکړل شوی دی.


















