خلیل‌زاد: پاکستان دې د جګړې پر ځای سیاسي حل ته مخه کړي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۴ وږی، ۱۴۰۴ل)

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیل‌زاد د پاکستان او تحریک طالبان پاکستان ترمنځ د جګړو په زیاتېدو کې ویلي، چې د دې بحران پوځي حل نه شته او اسلام‌اباد باید د سیاسي لارې لور ته ګام واخلي.

خلیل‌زاد په خپله ایکس پاڼه لیکلي: «پاکستان تېروتنه کوي که فکر کوي د جګړې له لارې به ستونزه هواره کړي، اوس د سیاسي تګلارې او خبرو اترو وخت دی.»

نوموړي زیاته کړې، لکه څنګه چې پاکستان تل له امریکا او د افغانستان له پخواني حکومت څخه غوښتل چې له طالبانو سره خبرو ته کښېني، اوس پخپله هم باید ورته لار خپله کړي.

خلیل‌زاد ټینګار کړی چې افغانستان باید په دې بهیر کې له پاکستان سره د همکارۍ رول ولوبوي.

دا څرګندونې په داسې مهال دي چې په قبایلي سیمو کې د پاکستاني پوځ او طالبانو په نښتو کې دواړو لورو ته درانه تلفات اوښتي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button