کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۵ وږی، ۱۴۰۴ل)
د خليج د همکارۍ د لوړې شورا فوقالعاده ناسته د دوحې په ښار کې د قطر د امير شيخ تميم بن حمد آلثاني په مشرۍ جوړه شوه او وروسته یې د اسرائيلو له لوري د قطر پر وړاندې وروستي يرغل په سختو ټکو وغندلو.
شورا ټينګار وکړ چې دغه يرغل د قطر پر حاکميت ښکاره تېری، د نړيوالو قوانينو نقض او د ملګرو ملتونو د منشور پر ضد عمل دی. مشرانو د ګډې دفاع شورا او لوړې پوځي کمېټې ته د عاجلو ناستو امر وکړ، څو د وضعيت ارزونه وکړي او د ګډو پوځي ځواکونو د فعالېدو لپاره عملي ګامونه واخلي. د شورا په وينا د قطر پر وړاندې دا بريد د ګډ خليجي امنيت او د سيمې د سولې لپاره جدي ګواښ دی.
شورا له نړيوالې ټولنې او امنيت شورا وغوښتل چې د اسرائيلو پر وړاندې عاجل اقدامات وکړي، څو د قطر حاکميت او د خلکو ژوند خوندي پاتې شي.
همداراز يې له هغو هېوادونو مننه وکړه چې د قطر د ملاتړ ترڅنګ يې د اسرائيلو يرغل وغندلو، او ټينګار یې وکړ چې د اسرائيلو دوامدارې کړنې د سيمې د سولې او ثبات د ګډو هڅو پر وړاندې ستر خنډونه جوړوي.
د اسرائيلو له لوري په برید کې د حماس د مراکراتي ټيم د پنځو غړو تر څنګ د قطر د امنيتي ادارې يو غړی شهيد شوی و.