کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۶ وږی، ۱۴۰۴ل)
د نیمروز ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وايي، چې په دلارام ولسوالۍ کې د څه باندې ۳۲ میلیونه افغانیو په لګښت د بیلابیلو پروژو چارې پيل شوې.
د مسوولينو په وينا، په دغو پروژو کې د ۴۰۰ مترو په اوږدوالي د استنادي دیوال او سربند جوړول شامل دي، چې د سیمې د خلکو لپاره د زیربنایي اسانتیاوو د برابرولو په موخه عملي کېږي.
مسولين وايي، چې د دغو پروژو په کار کې به لسګونه تنه کاریګرو ته د کار زمینه برابره شي او د بشپړېدو وروسته به یې د دلارام ولسوالۍ د اوسېدونکو ګڼې ستونزې هوارې شي.