د جماعت‌الاحرار پرېکړه؛ له ټي‌ټي‌پي جلا فعالیت پیلوو

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۳ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د پاکستان حکومت مخالفې وسله والې ډلې “جماعت‌الاحرار” اعلان کړی چې له دې وروسته به د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) څخه په جلا توګه خپل فعالیتونه پر مخ وړي او خپل پخوانی خپلواک تنظیمي جوړښت یې بیا فعال کړی دی.
د یادې ډلې ویاند “اسد منصور” په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي، چې دا پرېکړه د اوږدو مشورو وروسته د ډلې د مشرانو له خوا شوې ده. د هغه په وینا، له دې وروسته به جماعت‌الاحرار د ۲۰۲۰م کال له اګست څخه مخکې د خپلواک تنظیم په توګه خپل فعالیتونه بیا پیل کړي.
په اعلامیه کې ویل شوي چې دغه ډله به د “عمر خراساني” د نوم او فکر له مخې خپلې چارې مخته وړي او خپلې پوځي او سیاسي پرېکړې به په خپلواک ډول کوي.
جماعت‌الاحرار ادعا کړې، چې مخکې یې د وسله‌والو ډلو د یووالي په موخه له ټي‌ټي‌پي سره یوځای کېدل منلي وو؛ خو د دوی په وینا دا همکاري د باور د کمښت او داخلي اختلافاتو له امله ناکامه شوې ده. دغه ډله وايي چې په همدې موده کې یې ځینې مهم مشران، د خالد خراساني په ګډون، له لاسه ورکړي دي.
په اعلامیه کې زیاته شوې، چې که څه هم دوی د داخلي اختلافاتو د پراخېدو او د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره صبر کړی و، خو د خپلو غړو پر ضد د دوامدارو اقداماتو له امله یې د جلا فعالیت پرېکړه کړې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button