د شمالي کوریا مشر: که د اټومي وسلو پرېښودو غوښتنه ونه کړي؛ له امریکا سره خبرو ته چمتو یو

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۳۱ وږی، ۱۴۰۴ل)
د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون ویلي، چې له امریکا سره خبرو ته تیار دی، خو یوازې هغه وخت چې واشنګټن د اټومي وسلو پرېښودو غوښتنه پرېږدي او د «سولې پر بنسټ ګډ ژوند» ومني. نوموړي ټینګار کړی چې د خبرو د بیا پیل لپاره امریکا باید د شمالي کوریا اټومي واقعیت په رسمیت وپېژني.
کیم د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره خپلې لیدنې «ښه خاطرې» بللي او ویلي یې دي، چې د مناسبو شرایطو په رامنځته کېدو کې هیڅ لامل نشته چې له واشنګټن سره خبرې ونه شي.
د هغه په وینا،د خلع سلاح په اړه د امریکا «بېګټې اسرار» باید پای ته ورسېږي.
د سویلي کوریا ولسمشر لي جې مېونګ ویلي، که د بشپړې خلع سلاح پر ځای د شمالي کوریا د اټومي پرمختګ درول هم ومنل شي، ښايي د راتلونکو خبرو لپاره یو مهم ګام وي.
کیم او ټرمپ په ۲۰۱۹ کال کې وروستی ځل سره لیدلي وو، خو د اټومي خلع سلاح پر سر هغه ناستې بېنتیجې پای ته رسېدلې وې.



