په خوست کې د ۲۰۰ زره ډالرو په لګښت د کرومایټ پروسس فابریکه پرانیستل شوه

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۳۱ وږی، ۱۴۰۴ل)

د خوست ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې د ۲۰۰ زره ډالرو په لګښت د «شرق نفراییټ او یلومون ګروپ» له لوري د کرومایټ ډبرو د پروسس فابریکه پرانیستل شوه.

د مسوولينو په وینا، دغه فابریکه هره میاشت د ۱۵۰۰ ټنو کرومایټ د پروسس وړتیا لري او په مستقیم او غیر مستقیم ډول به ګڼ شمېر کسانو ته د کار زمینه برابر کړي.

د خوست د کانونو او پترولیم رییس صادق جان حمزه ویلي، له دې اقدام سره به نور پانګه‌وال هم وهڅول شي چې په هېواد کې د بېلابېلو برخو په پرمختیايي پروژو کې پانګونه وکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button