غزه؛ د مقاومت ځواکونو په بریدونو کې ګڼې صهیونیستي شوبلې ویجاړې شوي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱ تله، ۱۴۰۴ل)
د غزې په بېلابېلو سیمو کې د مقاومت ځواکونو د صهیونیستي پوځ پر زغرهوالو ټانکونو ځپونکي بریدونه ترسره کړي دي.
سرچینې وايي، د مقاومت د بریدونو په پایله کې ګڼ ټانکونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي او اشغالګرو سرتېرو ته هم درنه مرګژوبله اوښتې ده.
د جګړې د شدت له امله صهیونیستي اشغالګر پوځ د غزې له ځینو سیمو شاتګ ته اړ شوی او مقاومت ځواکونو یې د پرمختګ مخه نیولې ده.
ځایي سرچینې وایي، چې د اشغالګر پوځ له درنو بمباریو سره هم مقاومت ځواکونه په میدان کې برلاسي دي.



