محمد قاسم عزام
د شلمې پېړۍ په پای کې، کله چې سړه جګړه ختمه شوه، خلک هیلهمند شول چې اوس به یو عادلانه او متوازن نړیوال نظم رامنځته شي. داسې نظم چې ټول هېوادونه به پکې مساوي حقونه ولري، او یو بل ته به د درناوي پر بنسټ چلند کوي. خو دا هیله ډېر ژر له منځه ولاړه. امریکا د نړۍ یوازیني ځواک په توګه راڅرګنده شوه، او نړیوال اقتصادي، سیاسي، امنیتي او کلتوري نظامونه یې د خپل واک د پراخولو او ساتلو لپاره وکارول. نور هېوادونه یې مجبور کړل چې د امریکا د ګټو تابع شي، او خپلواکي یې ترې اغېزمنه شوه
په دې نوي نړیوال نظم کې، چې د شلمې پېړۍ له وروستیو څخه راپیل شو، د نړۍ واک د څو مشخصو عناصرو پر بنسټ تنظیم شو، چې هر یو یې د تسلط یوه ځانګړې لاره وه. لومړی، نظامي ځواک د ناټو (NATO) په نوم یو نړیوال پوځي اتحاد جوړ کړ، چې د غرب تر قیادت لاندې یې د نړیوال امنیت تعریف ځان ته ځانګړی کړ، او هر هغه ځواک یا دولت چې له دغه تعریف سره موافق نه و، د “ګواښ” په نوم له منځه یووړل شو. دوهم، اقتصادي ځواک د نړیوال بانک، د پیسو نړیوال صندوق (IMF)، او نړیوال سوداګریز سازمان (WTO) له لارې تنظیم شو، چې د پور، اقتصادي فشار، د پانګوالو ګټو، او یو طرفه قراردادونو له لارې یې د دریمې نړۍ هېوادونه له اقتصادي پلوه تابع کړل.
دریم، فرهنګي نفوذ د هالیووډ فلمونو، نړیوالو رسنیو، موسیقۍ، فیشن، او ټکنالوژۍ له لارې هغه ارزښتونه خپاره کړل چې د لوېدیځ مادي تمدن روح یې تمثیل کاوه. دا فرهنګي یرغل نه یوازې د محلي کلتورونو خپلواکۍ ته زیان ورسوه، بلکې د نویو نسلونو فکر یې له اصلي هویت نه واړاوه. څلورم، حقوقي استبداد د نړیوالو قوانینو او موسسو له لارې رامنځته شو، چې هلته قوانین یوازې پر هغو هېوادونو تطبیق شول چې د لوېدیځ له سیاستونو سره همغږي نه وو. د مثال په توګه، د بشري حقونو، جنګي جرمونو، یا اقتصادي بندیزونو قوانین ډېر ځله انتخابي ډول وکارول شول: چېرته چې ګټې وې، هلته د قانون تطبیق نه و؛ او چېرته چې تسلط ته اړتیا وه، هلته د قانون تر نامه لاندې مداخله legitimize شوه.
د دې ټولو وسیلو په ګډ کارولو سره، امریکا او د هغې متحدینو د “نوي نړیوال نظم” تر نامه لاندې د نړۍ سیاست او اقتصاد داسې مهندسي کړل، چې اسلامي نړۍ په ځانګړي ډول تر فشار لاندې وساتل شي. د امت واحده مفکوره چې د اسلامي سیاست، تمدن، او همغږۍ بنسټ ګڼل کېده، قصداً ټوټه ټوټه وساتل شوه. د خلافت له سقوط نه وروسته، اسلامي هېوادونه په قومي، مذهبي، ژبنیو او سیاسي سرحدونو وویشل شول، او د هر هېواد دننه داسې نظامونه رامنځته شول چې د لوېدیځ له ګټو سره همغږي ولري. د اسلامي نړۍ خپلواک سیاسي فکرونه، د اقتصادي خودکفایۍ هڅې، او د دیني بیدارۍ هر خوځښت یا خو په زور له منځه یووړل شو، یا د فکري انحراف له لارې بېمفهومه کړل شو. دا د نړیوال نظم هغه بنسټونه دي چې نه یوازې اسلامي امت یې منزوي کړ، بلکې د هغوی د تمدني ارادې، د هویت درک، او د خپلواکه تصمیم نیونې ظرفیت یې هم له منځه یووړ.
خو اوس دا یوقطبي، سلطهمحوره نړیوال نظم، چې د امریکا په رهبرۍ ټینګ شوی و، د ډېر جدي فشار او بدلون له ګواښ سره مخ شوی دی. د نړۍ ګڼ شمېر هېوادونه لکه چین، روسیه، هند، ترکیه، ایران، او نور، په تدریج د نړیوال نظم بدیل شکل ته لاره هواروي، او داسې ښکاري چې د قدرت توازن نور د لوېدیځ له مطلقې ولکې څخه وځي. دا نوې سیاسي، اقتصادي او ستراتیژیکه بڼه د نړۍ پر نقشه د پام وړ اغېز کوي. چین د “یو کمربند، یوه لار” په نوم ستره اقتصادي پروژه پیل کړې، چې د آسیا، اروپا، او افریقا هېوادونه د زېربناوو، پانګونې او ترانسپورتي شبکو له لارې سره نښلوي، او دا پروژه غواړي چې د نړیوال تجارت یو نوی محور رامنځته کړي. روسیه بیا د اوکراین جګړې له لارې نړیوالو ته دا پیغام ورکړ چې نور د ناتو بېقید غځېدا د ختیځ د زغم له کرښې وتلې ده، او که اړتیا شي، پوځي غبرګون هم ورکول کېږي. هند، چې هم د نفوس له پلوه ستر هېواد دی او هم د ټکنالوژۍ او اقتصاد ودهکونکی بازار، هڅه کوي چې د یوه متوازن نړیوال قوت په توګه ځان مطرح کړي، نه د لوېدیځ پیرو او نه هم د ختیځ تابع. ترکیه، چې د اسلامي نړۍ یو مهم قدرت ګڼل کېږي، د خپل سیمهيیز نفوذ د زیاتولو هڅې کوي، او ایران بیا د خپل مقاومت محور ته لا پراخوالی ورکوي. په دې ټولو تحولاتو کې، نړیوال اقتصاد هم بدل شوی دی: د پانګونې، انرژۍ، خامو موادو، او بازارونو تمرکز اوس د لوېدیځ له بحري بلاک څخه د آسیا پاسیفیک لور ته اوړي. دا بدلون یوازې فزیکي نه دی، بلکې د نړیوال تجارت ژبه، قوانین، معیارونه او آن ارزښتونه یې هم اغېزمن کړي دي. همدلته ده چې اسلامي نړۍ، چې د اوږدې مودې لپاره یا خو د نړیوال نظم تر فشار لاندې وه، یا یې د واک اختیار له لاسه ورکړی و، اوس د یو مهم انتخابي پړاو مخې ته ولاړه ده. دا امت باید ژور فکر وکړي، دقیق موقعیت وټاکي، او یو خپلواک، عزتمند او فعال دریځ غوره کړي. که اسلامي نړۍ په دې حساسو شرایطو کې د هوښیارانه سیاست، واقعي همغږۍ، او د داخلي ظرفیتونو د بیدارۍ له لارې خپل دریځ ونه نیسي، نو د بدلېدونکي نړیوال نظم له مېز څخه به یې بیا هم برخه پاتې نه شي. خو که په موقع اقدام وشي، نو دا بدلونه د امت لپاره نه یوازې خطر نه دي، بلکې یو تاریخي فرصت هم کېدای شي.
د اسلامي نړۍ اوسنی حالت ډېر ګډوډ او له تضادونو ډک دی. له یوې خوا امت د ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان دی: علمي شاته پاتې والی، فکري ګډوډي، اقتصادي بېوزلي، سیاسي بېثباتي، او د بهرنیو قدرتونو لاس وهنې. ډېری هېوادونه یا د جګړو په اور کې سوځي، یا د نیابتي سیالیو میدان ګرځېدلي، او د اسلامي ارزښتونو پر ځای یا افراطیت حاکم شوی، یا سیکولر فکر. دې حالت امت کمزوری کړی او له خپل اصلي مسیر نه یې شاته کړی دی.
خو له بلې خوا، ځینې مثبتې نښې هم شته. خلک ورو ورو بیدارېږي، ځینې ملتونه او تحریکونه مقاومت کوي، اسلامي ارزښتونه بیا راژوندي کېږي، او ځوان نسل یو ځل بیا د عزت، خپلواکۍ په لور قدم وهي او خپل دین سره مینه ښيي. د نړۍ نظم بدلېدونکی ښکاري، او اسلامي نړۍ که چیرې پوهه، بصیرت، یووالی، او تدبیر وکاروي، نو کولای شي چې د نوي نړیوال نظم په جوړولو کې مهم رول ولوبوي. دا ځکه چې اسلامي نړۍ ستر منابع لري، ډېر خلک لري، تاریخي شالید لري، او دیني ارزښتونه هم لري. خو دا فرصت یوازې هغه وخت په لاس راځي، چې داخلي شخړې، ویش او بېاتفاقي پرېښودل شي، او ټول د یو هدف لپاره لاس سره ورکړي.
د اسلامي نړۍ دا لوی تاریخي فرصت هغه وخت ګټل کېدای شي، چې دا امت د یووالي، خپلواک فکر، او عملي تدبیر پر لور حرکت وکړي. دا کار یوازې په شعار نه، بلکې په ژور فکر، واقعي بصیرت، او د حالاتو په سمه توګه درک کولو سره شونی دی. اسلامي هېوادونه باید له هغو رقابتونو ځان خلاص کړي چې نور یې پرې تحمیلوي، او د هغه سیاست تقلید پرېږدي چې خپل نه دی. د نورو په غوښتنه حرکت کول، یا یوازې د مصرف بازار پاتې کېدل، د ملتونو عزت نه شي ژغورلای. امت باید خپل اقتصاد، سیاست، کلتور، او علمي بنسټونه په خپلواک ډول طرحه کړي. هغه ملت چې یو وخت یې د نړۍ تمدني لارښوونه کوله، اوس هم دا ظرفیت لري، چې د فکر، اخلاقو، عدالت، او واقعي پرمختګ له لارې د نړۍ د نوي نظم برخه شي. خو دا به یوازې هغه وخت شوني وي، چې امت له تفرقې ووځي، د غرب له ناروا تقلید لاس واخلي او له خپل دین، تاریخ، او مسؤولیت سره ریښتینې اړیکه ټینګه کړي. دا نه یوازې یو فکري ضرورت دی، بلکې د امت د عزت او ژغورنې یوازینۍ لاره هم ده
د نوی نظم په شکل کې اسلامي امت باید یوازې تماشاچي پاتې نه شي، بلکې د امت د برخلیک د جوړېدو مشارکتکوونکی قوت وګرځي. له همدې امله، اسلامي فکري مشران، دولتونه، پوهان، او ملتونه باید دا فرصت د یو تمدني بیدارۍ د احیاء لپاره وکاروي، نه دا چې بیا د قدرتونو تر منځ د سیالۍ قرباني شي. د امت د واکمنېدو زمانه هغه مهال راځي، چې موږ له نفسمحور، مغلوب، او فکري تابع ذهنیت څخه راووځو، خپل ارزښتونه پر ځان عملي کړو، او له خپل دین، عقیدې، تاریخي شعور، او معاصر تحلیل سره د نویو ژورو بدلونونو په مقابل کې خپل دریځ وټاکو. که داسې ونهشي، نو نوی نړیوال نظم به هم، لکه پخوانی، د اسلامي امت له ښکېلتیا پرته تعریف شي، او موږ به بیا هم د لوبې د میدان پر ځای د لوبې د قیمت برخه پاتې یو او بس.

















