ایراني پوځ د جګړې لپاره د بشپړې تیارسۍ اعلان وکړ

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱ تله، ۱۴۰۴ل)

د ایران اسلامي جمهوریت د وسله والو ځواکونو مشر په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې هېواد یې د یوې خطرناکې او فوق العاده جګړې لپاره بشپړ چمتووالی لري.

د هغه په وینا د ایران پوځ او هم د سپاه پاسداران انقلابي ځواک په بشپړ جګړیز حالت کې قرار لري او دښمنان یې د دې توان نه لري چې د احتمالي راتلونکې جګړې ابعاد او سختۍ په تصور کې راولي.

ایراني چارواکي ټینګار کوي، چې د دوی دفاعي ځواک د سیمې په کچه بې ساری دی، او هر هغه ګواښ چې د ایران پر وړاندې راپورته شي له جدي غبرګون سره به مخ شي.

دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې په منځني ختیځ کې د اسرائیلو او فلسطین جګړه لا هم روانه ده، د حزب‌الله او اسراییلو ترمنځ د نښتو کچه لوړه شوې ده او یمني ځواکونه هم د اسراییلي اهدافو پر ضد بریدونه کوي.

سیاسي څېړونکي باور لري، چې د ایران دا ډول څرګندونې د سیمه‌ییزو کړکېچونو د پراخېدو په تړاو د فشار لوړولو او د دښمنانو د ویرولو لپاره کوي.

مربوطه مطالب

Back to top button