کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱ تله، ۱۴۰۴ل)
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ويلي، چې د ریاستالوزرا د حکم له مخې د بهر مېشتو افغانانو لپاره د پېژندپاڼو په بیو کې کموالی راغلی دی.
د دغې ادارې ویاند محمد حلیم رافع ویلي، چې د تذکرو بیې له پخوانیو ۲۰۰ ډالرو څخه اوس د ۵۰ تر ۱۵۰ ډالرو پورې راټیټې شوې دي.
د نوې پرېکړې له مخې هغه افغانان چې په حضوري بڼه مراجعه کوي، د هېواد دننه د نورو خلکو په څېر فیس ورکوي. خو هغه کسان چې په غیرحضوري ډول د کاغذي پېژندپاڼو غوښتنه کوي، که په ګاونډیو، منځنۍ آسیا، هند او ترکیه کې مېشت وي، ۵۰ ډالره ورکوي؛ په روسیه، عربي او افریقايي هېوادونو کې مېشت افغانان ۷۰ ډالره؛ او په امریکا، کاناډا، اسټرالیا او اروپايي هېوادونو کې مېشت کسان به ۱۵۰ ډالره ورکوي.
اداره وایي، دا پرېکړه د بهر مېشتو افغانانو د اسانتیا لپاره شوې او هڅه کېږي چې د پېژندپاڼو د وېش په برخه کې خلکو ته لا ډېرې آسانتیاوې رامنځته شي.


















