ولسمشراردغان: حماس ترهګریز نه، بلکې مقاومتي غورځنګ دی

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱ تله، ۱۴۰۴ل)

د ترکیې ولسمشر “رجب طیب اردوغان” د امریکا له فاکس نیوز تلویزیوني شبکې سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، چې حماس د ده په اند هېڅکله هم ترهګریز سازمان نه دی، بلکې د صهیونیستي اشغال پر وړاندې د مقاومت یو ملي غورځنګ دی.

ولسمشر اردغان زیاته کړه: “موږ حماس د فلسطین د ولس د ازادۍ او حق غوښتنې مشروع استازی ګڼو او د هغوی مبارزه د ترهګرۍ تر تعریف لاندې نه راځي.”

اردغان په خپلو خبرو کې پر لوېدیځو هېوادونو هم نیوکه وکړه او وې ویل چې د هغوی دوه‌مخیز سیاست د سیمې کړکېچونه لا پسې اوږدوي.

ولسمشر اردغان ټینګار وکړ، چې ترکیه به د فلسطین د خلکو ملاتړ ته دوام ورکوي.

مربوطه مطالب

Back to top button