کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲ تله، ۱۴۰۴ل)
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ته د راستنېدونکو کډوالو د ښارګوټي د جوړولو لپاره د کابل ولایت په پغمان ولسوالۍ کې ۱۱۳۸ جریبه ځمکه ولېږدول شوه.
د ځمکې د لېږد هوکړه لیک د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د راستنېدنې او بیا مېشتېدنې رییس مولوي شکرالله شاکر او د کرنې وزارت د ځمکو عمومي رییس مولوي سید محمد سعید تر منځ لاسلیک شو.
د کډوالو چارو وزارت وایي، د کډوالو لپاره د ځمکو ځانګړې کول د دې وزارت په وړاندیز او د اسلامي امارت په حکم د ټول هېواد په کچه عملي کېږي، څو راستنېدونکي کډوال د استوګنې لپاره دایمي ځای ولري.


















