کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۳ تله، ۱۴۰۴ل)
د یمن د وسلهوالو ځواکونو ویاند “جنرال یحیی سریع” اعلان کړی ،چې ځواکونو یې د بېپیلوټه الوتکو په وسیله د اشغالګر صهیونیستي رژیم پر پوځي اهدافو ستر برید ترسره کړی دی.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، دا عملیات د فلسطیني ولس د ملاتړ او د صهیونیستي یرغل پر وړاند یو کوچنی غبرګون و.
د معلوماتو له مخې، په دغه برید کې ګڼ شمېر ډرون الوتکې کارول شوي او د دښمن اهداف یې په جنوبي فلسطین کې په ځانګړي ډول د «ام الرشراش» او «بئر السبع» سیمو کې په نښه کړي دي.
یمني ځواکونو ویلي، عملیات په بریالیتوب سره ترسره شوي او د اسراییلي هوايي دفاعي سیستمونه د دې بریدونو په مخنیوي کې پاتې راغلي.
په اعلامیه کې د غزې د مقاومت ستاینه شوې او یوځل بیا ټینګار شوی چې د یمن ملت او حکومت به د فلسطین ترڅنګ ولاړ وي.

















