د محمود عباس غوښتنې ته د حماس غبرګون: له فلسطيني ادرسه د دښمن غوښتنې ذلت دی

کابل ټکی کام (شنبه، ۵ تله، ۱۴۰۴ل)
د حماس اسلامي مقاومت غورځنګ د فلسطيني ولسمشر محمود عباس وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي،چې د دښمن غوښتنې له فلسطيني ادرسه وړاندې کول د ذلت او سپکاوي معنا لري.
حماس ټینګار کړی چې د اشغالګر رژیم پر وړاندې مقاومت د ملت یوازینۍ لار ده او هېڅوک حق نه لري د خلکو له وینې او قربانیو تېر شي.
دغه غورځنګ زیاته کړې، چې د فلسطیني ملت ته قرباني او مقاومت ویاړ دی، او هېڅوک نه شي کولی د دوی اراده د سیاسي معاملو په بدل کې راونغاړي.
حماس په پای کې له ټولو فلسطيني ډلو غوښتنه کړې چې د ملت او د مقاومت د ګټو په ساتلو کې یو موټی پاتې شي.
د ویلو ده، چې د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس دغه څرګندونې داسې مهال کړي، چې فلسطیني ولسمشر محمود عباس د حماس په ګډون له ټولو مقاومتي ډلو غوښتنه کړې وه، چې وسلې پر ځمکه کیږدي او له غزې تړانګې ووځي.



