حماس ۳ تنه صهیونیستي جاسوسان اعدام کړل

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۶ تله، ۱۴۰۴ل)

د حماس اسلامي غورځنګ پوځي څانګې “القسام” لېوا اعلان کړی، چې د غزې ښار د “ابوالبا” څلور لاره کې یې درې تنه هغه کسان اعدام کړي دي، چې د اشغالګرو صهیونیستانو لپاره په جاسوسۍ تورن وو.

د قسام ځواکونو په وینا یاد کسان د صهیونیستي پوځ سره د همکارۍ، مالوماتو په لیږلو او د مقاومت د فعالیتونو په افشا کولو کې ښکېل وو. د هغوی محاکمه ترسره شوې وه او د پرېکړې پر بنسټ اعدام شول.

سرچینې زیاتوي، د دغو جاسوسانو د همکارۍ له امله د مقاومت ګڼ مهم غړي په تېرو وختونو کې د صهیونیستي یرغلګرو لخوا په نښه شوي وو.

مقاومت ټینګار کړی، چې د جاسوسۍ او خيانت پر وړاندې به هېڅ زغم ونه کړي او د غزې د خلکو امنیت او د مبارزې ساتنه یې سرې کرښې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button