واشنګټن پوسټ د ټرمپ د غزې د سولې د پلان جزئیات په ډاګه کړي/ دې خبر کې ولولۍ

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۶ تله، ۱۴۰۴ل)

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د امریکايي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د غزې د سولې د پلان ځینې جزئیات خپاره کړي دي.

د راپور له مخې، د دغه پلان لومړۍ برخه د اوربند او د بنديانو د تبادلې په اړه ده، چې له مخې به يې د ۴۸ ساعتونو په موده کې حماس سره شته اسرائيلي بنديان خوشې کوي او په مقابل کې به يې اسراییل هم د حماس بندیان آزادوي.

د پلان پر اساس، د غزې اداره به د فلسطیني مسلکي کسانو په لاس، د نړيوال څار تر سیوري لاندې پرمخ ولاړه شي، څو د فلسطیني ادارې د اصلاحاتو تر بشپړېدو پورې مؤقتي بدیل وي. همدارنګه د امنیت مسوولیت به د عربي او نړیوالو ځواکونو پر غاړه وي، په داسې حال کې چې اسراییلي ځواکونه به په تدریجي ډول له غزې ووځي.

د دې تر څنګ، د حماس د وسلو له منځه وړل، د هغو جنګیالیو لپاره د عفوې اعلان چې له جګړې لاس اخلي، او د نورو لپاره د خوندي وتلو دهلیز رامنځته کول هم د پلان برخه ده.

د امریکا په مشرۍ به د بیارغونې کارونه ترسره شي، چې پکې د بنسټیزو تاسیساتو، روغتونونو او کورونو جوړول شامل دي، او د وېش چارې به ملګرو ملتونو او نورو بې پرې ادارو پرمخ وړي. د فلسطین د دولت موضوع به د اصلاحاتو او بیارغونې تر بشپړېدو وروسته بحث شي.

مربوطه مطالب

Back to top button