د ټولګټو وزارت: په تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۰۴ زره ټنه توکي انتقال شوي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۷ تله، ۱۴۰۴ل)

د ټولګټو وزارت وايي، په تېره اوونۍ کې د هېواد د اوسپنې پټلۍ له لارې ټولټال ۱۰۴۱۷۹ مټریک ټنه توکي انتقال شوي دي. دغه لېږد د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د سنبلې له ۲۸مې تر د ميزان تر ۳مې پورې ترسره شوی دی.

د وزارت د معلوماتو له مخې، د حیرتان له لارې ۷۳۰۸۰ ټنه، د آقینې له لارې ۴۵۲۷ ټنه، د تورغونډۍ له لارې ۱۶۷۷۴ ټنه او د خواف–هرات له لارې ۹۷۹۸ ټنه مواد وارد او صادر شوي دي.

د وزارت په راپور کې راغلي په دغه موده کې د انتقال شویو توکو یوه برخه صادرات دي، چې شاوخوا ۱۹۳ ټنه کېږي.

د صادراتو ډېره برخه وچه مېوه او د انارو جوس دی.

مربوطه مطالب

Back to top button