سرچينه: د ګوانتانامو وروستی افغان بندي محمد رحیم ډېر ژر خوشې کېږي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۷ تله، ۱۴۰۴ل)

یوه معتبره سرچینه وايي، د امریکا د ګوانتانامو زندان وروستی افغان بندي «محمد رحیم» به ډېر ژر له بنده آزاد شي.

سرچینې د نوموړي د خوشې کېدو دقیق وخت او د هېواد ته د ستنېدو په اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

د محمد رحیم د خلاصون خبر داسې مهال ورکول کېږي چې تېره شپه اسلامي امارت د «امیر امیري» په نوم یو امریکايي تبعه له بنده خوشې او قطر ته ولېږداوه.

شنونکي وایي، اسلامي امارت د امریکا هغه دریځ هم مات کړ چې د CIA ځانګړی بندي بلل کېدونکی محمد رحیم هېڅکله نه شي خوشې کېدای.

راپورونه زیاتوي، نوموړی به د درې تنو امریکايي بندیانو د تبادلې په بدل کې راتلونکې یوې میاشتې کې آزاد او قطر ته انتقال شي.

محمد رحیم په ۲۰۰۳ کال کې د لاهور ښار له یوه ښاري بس څخه نیول شوی و.

مربوطه مطالب

Back to top button