کابل ټکی کام (دوشنبه، ۷ تله، ۱۴۰۴ل)
احصایې او مالوماتو ملي ادارې اعلان کړی چې د روان ۱۴۰۴ لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې نږدې ۱۵ زره بهرنیانو افغانستان ته تګ او راتګ کړی دی.
د دې ادارې د معلوماتو له مخې، په ټولیز ډول ۱۴۸۲۹ بهرنیانو تګ راتګ ثبت شوی، چې له ډلې یې ۸۰۹۶ تنه هېواد ته راغلي او ۶۷۳۳ تنه له هېواده وتلي دي.
راپور زیاتوي چې د راغلو کسانو له ډلې ۴۲۰ ښځې او د وتلو کسانو له ډلې ۲۰۳ ښځې شاملې دي.
دغه راز، په همدې موده کې ۷۹۷۵ تنه د ځمکنیو بندرونو او ۱۲۱ تنه د هوا له لارې افغانستان ته داخل شوي دي.
احصایې او مالوماتو ملي ادارې وایي، د راغلو بهرنیانو له ډلې ۱۳۱۵ تنه د هېواد د تاریخي او لرغونو سیمو د لیدنې لپاره افغانستان ته سفر کړی او پاتې نور چې شمېر یې ۶۷۸۱ تنه ښودل شوی، د کار او زدهکړو په موخه هېواد ته راغلي دي.


















